د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې جرمني ته رسېدلی وايي، طالبانو په زندان کې دومره ربړولی چې اوس یې ذهني او جسمي وضعیت سم نه دی.
هغه چې له جلا وطنۍ وروسته په لومړی ځل د یوې رسنۍ سره مرکه کړې، د طالبانو په زندان کې یې د خلکو ربړونه معمول کار وباله؛ خو زیاته یې کړه چې د طالبانو شکنجو په روحي او جسمي لحاظ ځپلی او اوس نورمال وضعیت کې نه دی.
هغه په دې برخه کې د جزییاتو له ورکولو ډډه کوله او ښایي یو لامل یې هم دا و، چې د هغه د خوشې کولو پر وخت یې له هغه نه داسې ضمانت اخیستی چې رسنیو سره به ډېر جزییات نه شریکوي.
نوموړی د نجونو د زدهکړو د منعه کولو د اعتراض له امله طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت بندي کړی و.
ښاغلي مشعل وویل:« په هغو ورځو کې چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال مې خپل ټول اسناد وڅېرل او له هغې وروسته مې پر لاسي کراچۍ د نجونو لپاره د وړیا کتابونو د وېشلو کار پیل کړږ د دې کار په دویمه ورځ د کابل د درېیمې امنیتي حوزې طالب ساتونکو د سړک له سره پورته کړم او د وهلو ډبولو وروسته یې حوزې ته بوتلم. له هغې وروسته یې په ششدرک کې د استخباراتو ادارې ته یوړم.»
د مشعل د معلوماتو له مخې، له لومړنیو ورځو پرته طالبانو ورسره بد چلند ونه کړ او داسې ژمنه یې ترې اخېستې چې نور به د رسنیو پر وړاندې هېڅ نه وایي او له خپلو تعلیمي هڅو به لاس په سر کېږي.
هغه زیاتوي، چې په دې موده کې یې کورنۍ سره اړیکې پرې وې او وروسته یې په ضمانت را خوشې کړ.
طالبانو تر ده وړاندې د تعلیم د برخې یو بل فعال مطیع الله ویسا هم بندي کړی او شپږ میاشتې وروسته یې راخوشې کړ؛ خو د طالبانو له بنده ټول خوشې شوي فعالین له رسنیو سره له څه ویلو ډډه کوي، له دوی څخه طالبان داسې ضمانتونه اخلي چې وروسته بیا دوی نه شي کولای چې خپلې تېرې خاطرې له خلکو سره شریکې کړي.
اړوندې لیکنې :
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- سرچينې د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو د «ناوړه روغتيايي وضعیت» خبر ورکوي
- د طالبانو ادعا: د ترکیې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه
- په افغانستان کې د پښتنو د کلتوري زوال او وروسته پاتي لاملونه
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟