په خوست ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د تېر حکومت د ولسي جرګې د ۱۵مې دورې غړي او د دغه ولایت د یوه سیمهییز مشر پاچاخان ځدراڼ کور ویجاړ کړی دی.
سرچینې له رسانه ها سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو د جمعې شپه، د لیندۍ په ۱۰مه په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځدراڼ د استوګنې کور د بلډوزر په وسیله په بشپړه توګه ویجاړ او په کنډوالۍ بدل کړی دی.
طالبانو د دغې کړنې لامل د پاچاخان ځدراڼ له خوا د ځمکې غصب بللی او ویلي یې دي چې دغه کور یې د «دوه جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو» په موخه وران کړی دی.
خو د ځدراڼ خپلوان ادعا کوي چې دا ځمکه د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یاد قومي مشر ته سپارل شوې وه او د دغه کور په جوړېدو يې شاوخوا ۷ سوه زره امريکايي ډالر لګېدلي وو.
بلخوا د طالبانو دې کړنې د خوست یو شمېر اوسېدونکي په غوسه کړي او وايي، د ځمکې د غصب نښه کېدو په صورت کې، دې ډلې باید دغه کور نیولی او د عامه ځای په توګه یې ترې کار اخیستی وای.
پاچاخان ځدراڼ په خوست کې یو له مشهورو جهادي قوماندانانو څخه دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته یې په سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په نسکوروېدو کې له نړۍوالو ایتلافي ځواکونو سره مرسته کړې او په دې توګه یې وکړای شول چې د افغانستان د جمهوریت په سیاسي بهیر کې ځان ته ځای پیدا کړي.
نوموړی هغه مهال چې د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې د پخواني حکومت د پارلمان ۱۵مې دورې غړی و، له یوه ځانمرګي برید څخه روغ ووت.
اړوندې لیکنې :
- د امر بالمعروف؛ د آزادکونکی نظریه چې د ظلم په وسیله بدله شوې
- طالبان: د تدارکاتو کمیسیون د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې کړې
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبان په خوست کې د زدهکوونکو له ږېرو څارنه کوي
- په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟