په ګوانټانامو زندان کې د وروستي افغان بندي محمد رحیم مور او پلار د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په کابل کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د دوی زوی خوشې کړي.
محمد رحیم چې ۳۳ کلن و او په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له القاعدې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی و، په ۲۰۰۸ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.
د نوموړي کورنۍ له القاعدې سره د رحیم الله د هر راز لاس لرلو په اړه تورونه ردوي.
محمد رحیم په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان له لاهور ښار څخه په دې تور ونیول شو چې «د القاعدې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن ځانګړی مرستیال او ژباړن و او د تورې بوړې له کلابندۍ څخه یې د هغه په تېښته کې مرسته کړې وه».
محمد رحیم د ۲۰۰۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې چې ګوانټانامو زندان ته ولېږدول شو، تراوسه هم په دغه زندان کې بندي دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه زندان له جوړېدو وروسته له ترهګریزو ډلو سره د تړاو په تور څه باندې ٢٠٠ افغانان دغه زندان ته لېږدول شوي وو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، محمد رحیم یو له هغو بندیانو څخه دی چې د امریکا د ملي امنیتي مسایلو له امله یې د خوشې کېدو وخت روښانه نه دی.
اړوندې لیکنې :
- د امریکا د سفارت شارزدافېره ویلي د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوم
- د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- طالبانو او امریکا په افغانستان کې د یوه امریکايي مرګ پټ ساتلی
- ایا امریکا به وکولای شي د ټرمپ له خطرڅخه ځان وژغوري؟