روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۹

په خیبر پښتنخوا کې په دوو جلا پېښو کې درې پولیس وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچينې وايي د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې نن پنج شنبه د (لیندۍ ۲مه) د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د امنيتي ملېشو يو قوماندان او د هغه وراره وژل شوي دي.

سرچينې وايي د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې نن پنج شنبه د (لیندۍ ۲مه) د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د امنيتي ملېشو يو قوماندان او د هغه وراره وژل شوي دي.

دغه پېښه د تیرا درې په شین کمر سیمه کې رامنځته شوې چې له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا، دوه ورځې وړاندې هم په دې سیمه کې د سولې د ملیشې یو بل پخوانی قوماندان هم وژل شوی و.
د یوه بل خبر له مخې د خیبر‌‌ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپریدي رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه د جمرود په لالا کنډو چیک پوسټ باندې وسلوالو برید کړی و چې په پایله کې یې یو پولیس لومړی ژوبل شوی او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د خیبر ضلعې پولیس وایي وسله وال په ناڅاپي ډول په دغو پولیسو برید کړی چې تر څه نښتې وروسته وسله وال کسان له سیمې تښتيدلي دي. خو وايي په سیمه کې د وسله والو لټون روان دی.
دغه پیښې په داسې حال کې شوې چې پوځ د خیبر په لرې پرتو سیمو کې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پرېکړه کړې او د تیرا له بېلابېلو برخو نه ځینې کورنۍ هم خوندي سیمو ته کډه شوې.

روانه اونۍ يو ځل بیا په خیبر پښتونخوا کې د نا امنۍ پیښې زیاتې شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x