د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند تریلي سیمه کې یوه کس خپله اینګور د “نامشروع اړیکې” په تور ووژله او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار له پاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د لړم په ٢٧مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې، د ګوجر په نوم یوه کس خپله اینګور له یوه بل سړي سره د “نامشروع اړیکو” په تور په ډزو وژلې ده.
د طالبانو سیمه ییزه اداره د دې پېښې په تړاو وايي؛ د وژل شوې میرمنې خسر هغه کس هم ټپي کړی چې ویل کیږي له دغې ښځې سره یې اړیکې درلودې.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې مجرم د خپل ورور په مرسته له سیمې تښتېدلی، خو مسولانو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
اړوندې لیکنې :
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبیدو پېښه کې د قربانیانو شمیر اتو کسانو ته لوړ شوی
- افغاني سره میاشت: په ننګرهار کې مو تر ۴۲ زرو ډېرو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي