د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي څو پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې «د کومې ډلې یا شخص له لوري د افغانستان له خاورې د کوم هېواد د امنیت ګواښلو لپاره د ګټې اخیستنې» مخنیوی وکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو انتوني بلینکن او لویډ اسټین د جمعې ورځ ، د اکټوبر په ۱۹مه په نوي ډیلي کې له خپلو هندي سیالانو سابرامانیام جایشانکار و راجنات سینګ سره ولیدل.
د دې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال ۲۵۹۳ پریکړه لیک ته اشاره او زیاته کړې یې ده: «افغانستان باید د کوم هېواد د ګواښلو او برید، پناه ورکونې، د ترهګرو د روزنې، د تروریستي بریدونو د پلان او تمویل لپاره ونه کارول شي.»
پر دې سربېره امریکا او هند غوښتنه کړې چې طالبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا اقلیتونو او ښځو ته درناوی وکړي.
د اعلامیې پر بنسټ، امریکايي او هندي چارواکو ژمنه کړې چې د یوه باثباته افغانستان په موخه به د افغانستان په اړه خپلو مشورو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) مشرانو هم له طالبانو غوښتي وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «نه منلو وړ» مقررات ژر تر ژره لیرې کړي.
خو طالبان بیا ادعا کوي چې دغه ډله توانېدلې چې په هېواد کې امنیت او سوله راولي او د دوی رژیم ټول شموله دی.
اړوندې لیکنې :
- په اروپايي هېوادونو کې د طالبانو د ډلې غونډه
- ټرمپ د امریکا او طالبانو د بادار غلام اړیکې افشا کړې
- طالبانو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په هکله د امریکا د سولې انستیتیوت راپور رد کړ
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د طالبانو پر وړاندې ویجاړونکي ستونزې
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟