د پاکستان د راولپېنډۍ پولیسو ویلي، چې د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو عملیاتو په لړ کې یې یو تن افغان وګړی، چې «ولي جان» نومېږي، د وسلهوالو او جنايي فعالیتونو په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا، له دغه کس سره د اړیکو په تور تر ۴۵ ډېرو افغانانو، چې ښځې، نارینه او ماشومان هم پکې شامل دي، افغانستان ته استول شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد کسان په ناقانونه توګه د ولي جان په کور کې اوسېدل.
پولیسو ادعا کړې، چې له نیول شوي کس څخه یوه امریکایۍ M4 وسله، کلاشینکوف، مرمۍ او شاجورونه ترلاسه شوي، او هغه دا مهال په اډیاله زندان کې تر قانوني څېړنو لاندې دی.
اړوندې لیکنې :
- په اروپا کې د افغانانو چاقو ویستل
- امریکا ته په ناقانونه توګه د افغانانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې ده
- واشګټن ټایمز: امریکا د افغانانو پر اېستلو او مېشتېدلو ۱۴ میلیارډه ډالره لګولي دي
- فایق: طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د ځواب ورکولو تمایل نه لري
- فایق وایې د طالبانو سیاستونه د افغانانو د اسلامي ارزښتونو او کلتور خلاف دي
- د پېښور محکمې د هغو افغانانو چې ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه










