هر ګړې د کابل په وخت : 4:01 am
ننې نیټه : 24-06-2026
تاریخ : 24-06-2026
ساعت : 04:01

ننګرهار کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : دوی وایي، د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولی خپلو ماشومانو ته د درملنې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له دې کبله ماشومان د نس ناستي، اسهال او ساه بندۍ په ګډون مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره د ماشومانو موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

دوی وایي، د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولی خپلو ماشومانو ته د درملنې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له دې کبله ماشومان د نس ناستي، اسهال او ساه بندۍ په ګډون مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.

د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې موسمي ناروغۍ په سیمه کې زیاتې شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، هره ورځ سلګونه ماشومان روغتون ته د همدې ناروغیو لپاره مراجعه کوي او د خلکو څخه غواړي چې د حفظ الصحې سپارښتنې مراعت کړي تر څو له دې ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x