روغتيايي سرچینې په کابل او پکتیا کې د بیزو د تڼاکو یا هم ایمپاکس د دوو مشکوکو پېښو خبر ورکوي.
يوې سرچینې ويلي چې په کابل کې يوه نجلۍ چې د بیزو د تڼاکو نښې يې درلودې د ماشومانو په روغتون کې بستري شوې ده.
د دې روغتون یو ډاکټر وايي چې دا ماشوم د کابل د فرزه ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا پېښه نن (دوشنبه، ۵ د وږي) تشخیص شوې ده.
په پکتیا کې هم سرچینې وايي چې پرون یکشنبه، ۴ د وږي، په کوثر روغتون کې د بیزو د تڼاکو یوه مشکومه پېښه ثبت شوې ده.
د طالبانو روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
څرګنده نه ده چې په ایمپاکس اخته کسان په هیواد کې دننه وو او که له بهره راغلي دي.
د بیزو په تڼاکو د اخته کېدو پېښې په پاکستان کې هم ثبت شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان وايي د پکتیکا په بریدونو کې د ماشومانو د وژل کېدو رپوټونه بې بنسټه دي
- د متقي او عراقچي ملاقات په کابل کې
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی
- د کابل په شمال کې د پښتونولۍ دوام
- پنټاګون: لا هم د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملانو په لټه یو
- په کابل کې یو پخواني پوځي د اقتصادي ستونزو له کبله ځانوژنه کړې










