روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۱

د هرات زلزله ځپلو ته د نړیوالو او طالبانو مرستې کمې شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چی نړیوال مرسته‌رسوونکي بنسټونه په هرات کې د تېرکال زلزله‌ځپلو ته د مرستې له وړاندې کولو ستړي شوي دي.نوموړې رسنۍ یک‌شنبه د تلې پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې زلزله‌ځپلي د نړیوالو او طالبانو د مرستې له کمښت سره مخ دي.

اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چی نړیوال مرسته‌رسوونکي بنسټونه په هرات کې د تېرکال زلزله‌ځپلو ته د مرستې له وړاندې کولو ستړي شوي دي.

نوموړې رسنۍ یک‌شنبه د تلې پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې زلزله‌ځپلي د نړیوالو او طالبانو د مرستې له کمښت سره مخ دي.

په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو په لومړیو کې د روغتیایي مزکزونو په پرانیستلو سره د زلزله‌ّځپلو درملنه کوله، خو دا مرستې له یوې لنډې مودې وروسته ودرېدې.

نږدې یو کال مخکې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هرات ځینې برخې ولړزولې.

د یو کال په تېرېدو سره لا هم په دې پېښه کې د مړو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

په هرات کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مې له زلزلې څو میاشتې وروسته ملګرو ملتونو د مړو شمېر ۱۵۰۰ کسان اعلان کړل.

طالبان وايي چې په دې پېښه کې څلور زره کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې تر ۱۲ زرو ډېر کسان زیانمن شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x