Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

یوناما له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ګڼلې | روایت
هر ګړې د کابل په وخت : 9:28 am
ننې نیټه : 15-04-2026
تاریخ : 15-04-2026
ساعت : 09:28

یوناما له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ګڼلې

Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا ویلي چې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړي کول د اقلیمي بدلون په ګډون له ننګونو سره د مبارزې لپاره اړین دی.

اوتونبایوا دغه څرګندونې د یک‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۲مه د «ساینس په برخه کې د ښځو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت کړې دي.

یوناما د رزا اوتنبایوا په حواله خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي: «په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړي کول د ټولنې د نیمایي برخې د فعالیت ته چې له ننګونو سره د مبارزې په برخه کې لکه له اقلیمي بدلون سره مبارزه او دوامدار پرمختګ ته لار جوړوي.»

نوموړې زیاتوي: «موږ باید نن او هره ورځ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په ساینس، ټکنالوژۍ، فن او هنر کې د نجونو او ښځو ونډه اړینه بللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او د پوهنتونونو دروازې يې د نجونو پر مخ تړلې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x