Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

ټرمپ: له افغانستانه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده | روایت
هر ګړې د کابل په وخت : 8:43 am
ننې نیټه : 15-04-2026
تاریخ : 15-04-2026
ساعت : 08:43

ټرمپ: له افغانستانه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده

Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.

سکای نیوز شنبه د سلواغې پر ۲۱مه راپور ورکړی چې ټرامپ دا څرګندونې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې په یو پروګرام کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات او سلګونه امریکايي وګړي پرېښودل شوي دي.

نوموړي یادونه وکړه چې د خپل حکومت په وروستیو ۱۸ میاشتو کې هلته یو امریکايي سرتېری هم ونه وژل شو او نه په نښه شو؛ خو په ټاکنو کې د بایډن له بریالي کېدو وورسته، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د نوموړي په خبره، اوسمهال افغانستان په نړۍ کې د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی دی.

ټرمپ له دې وړاندې هم د بایډن پر پالیسو نیوکې کړې او د بګرام پوځي اډې په پرېښودو او طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزاتو پر ورکړې یې توند غبرګون ښودلی دی.

سره له دې چې بایډن له افغانستان څخه د دغه هېواد له ناوریني وتلو ملاتړ کړی؛ خو د امریکا یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکايي ولسمشر پر دې پرېکړې کلکې نیوکې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x