د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې. د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او دواړو ولسمشرانو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعاوې کړې. د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۹مه، په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د تېرې شپې د سورلۍ د دوو بسونو او ټانکر او لارۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې او د مړو شویو