هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۳۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۲-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۱۳:۳۸
: 1

سیاف او اتمر د امریکا پر ایران برید د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک وباله

پایگاه خبری تحلیلی روایت : همدارنګه، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د امریکا له لوري پر ایران د اټومي تاسیساتو برید خطرناک عمل ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر ایران د امریکا برید د سیمې او نړۍ د امنیت، سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی دی.

سیاف په خپل لیکلي بیان کې ویلي: «موږ پر ایران د امریکا برید د یوه ازاد او خپلواک هېواد له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ګڼو.»

هغه دغه اقدام د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

همدارنګه، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د امریکا له لوري پر ایران د اټومي تاسیساتو برید خطرناک عمل ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ نوره هم ژورېږي او د سیمې هېوادونه د وضعیت د خرابېدو له امله اندېښمن دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x