په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال په کابل پوهنتون کې د طالبانو له رئیس اسامه عزیز سره په لیدنه کې د «علمي همکاریو» په هکله خبرې کړې دي.
په کابل کې د ترکیې سفارت په یوه بیان کې لیکلي چې دا لیدنه د سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه ترسره شوې ده.
د دغه سفارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو خواوو تایید کړې چې « د نورو برخو په څېر د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې هم د پام وړ ظرفیت» موجود دی.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ د پیل راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړل شوې دي.
د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، د دې ډلې له لورې د سختو بندیزونو د لګېدو له امله د افغانستان د پوهنتونونو څه باندې ۴۰۰ استادان له هېواده وتلي دي.
اړوندې لیکنې :
- کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره د «ښوونیزو او مرستندویه…
- طالبانو په کابل کې د یوه انلاین پوهنتون د زدهکړیالانو چارو مرستیال ونیوه
- قطري او سویډني چارواکو د افغانستان په هکله خبرېاترې وکړې
- توماس وېسټ او د یوناما مرستیال د افغانستان په هکله خبرې وکړې
- امنه محمد او د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې پر حالاتو خبرې وکړې
- د امریکا استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله خبرېاترې وکړې