روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۴

د چمن پرلت وهونکي: که حکومت مو غوښتنې و نه مني په چمن کې د ټاکنو بهير ته اجازه نه ورکوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د يوې پوځې اډې مخې ته ۵۹ ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د چمن ځایي خلکو له لوري پرلت پیل شو چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه جبري کړ. د سوېلي پښتونخوا زرګونه وکړي چې پرلت يې وهلی په یوه خوله غوښتنه کوي او وايي په دغه دروازه د تګ راتګ پرمهال پاسپورټ او ویزه نه مني.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د يوې پوځې اډې مخې ته ۵۹ ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د چمن ځایي خلکو له لوري پرلت پیل شو چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه جبري کړ.

د سوېلي پښتونخوا زرګونه وکړي چې پرلت يې وهلی په یوه خوله غوښتنه کوي او وايي په دغه دروازه د تګ راتګ پرمهال پاسپورټ او ویزه نه مني.

د چمن پرلت وهونکي وايي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په دغه ښار کې د ټاکنو تر سره کېدو ته اجازه نه ورکوي.

د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي د پرلت والو د غوښتنو نه منل کېدو په غبرګون کې یې په دغه ښار کې د پاکستان په را روانو ټاکنو کې له ګډون څخه پرېکون اعلان کړ.

غوث الله وايي: «د ډېسمبر میاشتې پر ۱۹مه د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کیږي موږ حکومت، سیاسي ګوندونو او مشرانو ته دا وایو دلته په چمن کې موږ د ټاکنو سره بایکاټ کړی دی.تر څو چې زموږ د سپین بولدک دروازه خلاصه نه سي زموږ د کار او روزګار دروازه ایله نسي موږ په چمن کې ټاکنو ته اجازه نه ورکوو.»

تر دې وړاندې هم د چمن پرلت وهونکو په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین هم په اعتراضي ډول بندیز لګولی و.

د چمن پرلت یو بل ګډونوال او په چمن کې قومي مشر شیر خان کاکوزی د پښتونخوا له اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي چې پرلت وهونکي یوازي پرېنږدي او وايي د دغه اعتراضي پرلت پرته د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره به لاره نه لري.

نوموړی وايي، «موږ ته بله لاره نه ده پاته همدا زموږ د بچو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو وسیله ده. موږ به تر هغه وخته دلته ناست یو تر څو چې ریاست زموږ غږ واوري، دلته موږ نه فابریکي لرو نه کښت و کرونده لرو همدا دروازې سره د زرګونو کورنیو اقتصاد تړلی دی موږ په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کیږو.»

د سپین بولدک ـ چمن پر دزواره د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون د پرلت دوه میاشتې پوره کیدونکې دي.

د دغه پرلت استازي په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره د دوی د غوښتنو د منلو په اړه په خبرو بوخت دي او وايي که یې مرکزي حکومت غوښتنې و نه مني په لویو لاریونو به لاس پورې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x