پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد کابینې لوېديځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ اړوند مقررات بدل کړي دي.
د نوې لایحې له مخې هغه افغانان چې ویزه یا د اوسیدو نور قانوني اسناد نه لري د ۴۰۰ امریکايي ډالرو جریمې په ورکولو سره له دغه هیواده وتلی شي.
تر دې وړاندې دغه جریمه ۸۳۰ ډالره وه.
د اېکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد کابینې پرېکړه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره د وتلو د اجازې لګښت يې له ۸۳۰ څخه ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته را کم کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر لا هم وايي چې نوی قانون به د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې د اعتبار وړ وي. هغه وايي چې له دې مودې وروسته به هره میاشت د جریمې په پیسو کې ۱۰۰ امریکايي ډالر ور زیاتيږي، چې دغه اندازه بېرته ۸۰۰ ډالرو ته ورسېږي.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت هر افغان کډوال ته د ۴۳۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د پاکستان له ویزې پرته له هوايي ډګره په قانوني توګه د الوتنې اجازه ورکړې وه.
د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د لوېدیځو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې وه چې په شرایطو برابر لوړ شمېر افغانان لېږدوي.
داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د لوېديځ د فشار له امله دغه اندازه ۴۰۰ امريکايي ډالرو ته راټيټه کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي
- افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده
- ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي
- فیلپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي
- د بشري حقونو څار سازمان: هېوادونه دې د افغانستانی کډوالو د اېستلو له پاره پر پاکستان فشار راوړي