روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۰
: 1

د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب له ٧٥مې کلیزې سره برابره ده، د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو لخوا د افغانانو د بشري حقونو په سرغړونو نیوکې وکړې. د دوی په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانانو د خپلو بنسټیزو حقونو د نقض د نوي ریکارډ شاهدان دي.

د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب له ٧٥مې کلیزې سره برابره ده، د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو لخوا د افغانانو د بشري حقونو په سرغړونو نیوکې وکړې.

د دوی په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانانو د خپلو بنسټیزو حقونو د نقض د نوي ریکارډ شاهدان دي.

د افغانستان پخواني حکومت د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو د همغږۍ شورا په یوه بیان کې د «آزادۍ او عدالت لپاره د افغانانو له اوسنۍ مبارزې» سره خپل پیوستون اعلان کړ.

په دغه بیان کې ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او له کار او زده‌کړو څخه د هغوی منع کول په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت ښودنه کوي.

د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په وینا، د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو بهیر نه یوازې افغانستان، بلکې د بشري حقونو د نړیوال سیسټم پر بنسټیزو اصولو هم اغېز کوي.

دوی د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه هم اړینه وبلله.

په بیانیه کې راغلي: «له دوو کلونو وروسته، اړينه ده چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د مخ پر خرابېدونکي وضعيت او په ځانګړې توګه د ښځو د حالت د حل لپاره اړين ګامونه پورته کړي.»

د تېر حکومت د ډیپلوماټیکو استازولیو له طالبانو هم غوښتي چې د ښځو د زده‌کړې، کار او ونډې په اړه دې “ظالمانه” سیاستونه بدل کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ښځو په اړه د طالبانو سخت قوانین چې په هغو کې د ثانوي او لوړو زده کړو منع کول او د ښځو د کار او ازادۍ محدودول دي، د دوی ترمنځ د ځان وژنې او د ځان وژنې د هڅو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د افغانستان د ډیپلوماتیکو استازولیو په خبره، «جنسيتي توپیر» له ټولنې څخه ښځې بې برخې کوي او د سوکالۍ او سولې په برخه کې د افغانستان امکانات کمزوري کوي.

طالبان په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په سرغړونې او یا محدودولو تورن دي.

د افغانانو د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو پر کړنو د نړیوالو له پراخو نیوکو سره سره، دغې ډلې د خپلو «ظالمانه» سیاستونو له پلي کولو لاس نه دی اخیستی.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر ضد د ښځو اعتراضونه ځپلي او مخنیوی یې کړی دی.

ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه په پاریس کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه.

د یادولو ده چې تر هغه وروسته دا ورځ هر کال د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په نوم نمانځل کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x