روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۰

د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي.

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د بې اسناده پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره د پاکستان حکومت له اعلان وروسته، دغه کمېټه چې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني وکیلانو او بشري حقونو فعالانو په ګډون جوړه شوې ده، په ځلونو یې د دغه بهیر د لغوه کولو لپاره غونډې او اعتراضي لاریونونه کړي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ستره محکمه کې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ننګول شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې د لیندۍ پر ۱۰مه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره د سیاسي او بشري حقونو فعالانو د غوښتنې اورېدو بهیر پیل کړ.

یو شمېر سیاستوالو، د پاکستان د پارلمان پخوانیو استازو او د بشري حقونو مدافعانو په یوه غوښتنه کې د کډوالو اېستل د دغه هېواد د موقت حکومت له واکه بهر وبلل او د پاکستان له سترې محکمې یې وغوښتل چې دغه بهیر لغوه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x