روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۶
: 1

کرن ډیکر: د طالبانو دوو تحریم شویو چارواکو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د بندیزونو په غبرګون کې وايي چې د طالبانو دغو دوو غړو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د بندیزونو په غبرګون کې وايي چې د طالبانو دغو دوو غړو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.

ډیکر د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې حنفي او محمود په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې شریک دي.

نوموړې ټینګار کړی چې امریکا به د طالبانو له دغو دوو لوړپوړي چارواکو څخه د سپیناوي غوښتنه وکړي.

د یادونې چې د امریکا د مالیې وزارت د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نجونو د ځپلو په تور تحریم کړي دي.

دغه وزارت د جمعې ورځ، د لیندۍ په ۱۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې خالد حنفي له ۱۴۰۰ وروسته د بشري حقونو جدي سرغړونې کړې چې په کې قتل، تښتونه، په دورو وهل او د خلکو وهل ټکول شامل دي.

دغه وزارت د جمعې ورځ، د لیندۍ په ۱۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې خالد حنفي له ۱۴۰۰ وروسته د بشري حقونو جدي سرغړونې کړې چې په کې قتل، تښتونه، په دورو وهل او د خلکو وهل ټکول شامل دي.

په ورته وخت کې خو د طالبانو ویاند د امریکا د حکومت دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې فشار او بندیزونه د هېڅ ستونزې د حل لاره نه ده.

دا مهال د خالد حنفي په ګډون د طالبانو یو شمېر غړي د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي.

د طالبانو ډیری غړي د هیوادونو او د بشري حقونو سازمانونو لخوا «په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي» د جدي سرغړونې له امله تحریم شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x