روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۰

د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان “د افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ” د ملاتړ کمپاین په دوام په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډیرې له اقتصادي ناورین څخه اغیزمنې شوې دي.

دغه سازمان د خپل شپاړس ورځني کمپاین پر دوام دا ځل د ښځو د حقونو د فعالې فروزان رسولي پیغام خپور کړ چې مېرمن فروزان په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ته په اشارې سره؛ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي، نړیواله ټولنه باید دا یقیني کړي چې ښځې د دوی د پروژو اساسي برخه ده.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي، چې دا په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د پام وړ بېلګه ده.

تر دې مخکې د پاملرنې موسسې سلاکارې میلیسا کورنټ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بندیزونو له امله اغیزمنې شوې دي.

نوموړې دا هم ویلي و چې افغان ښځې او نجونې له سختو خوراکي او اقتصادي ناورینونو سره مخامخې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ او دا کمپاین به د ډسمبر تر لسمې نیټې دوام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل د پیوستون پیغامونه شریک کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x