روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۳۴

پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پاکستان کې مېشت افغانان په دغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا له مزاحمتونو سرټکوي. دغه افغانان وايي:« نه یوازې دا چې له کوره بهر مو دروي او د اسنادو پوښتنه کوي؛ بلکې هره اونۍ وخت ناوخته د کورونه شاته راځي.»

په پاکستان کې مېشت افغانان په دغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا له مزاحمتونو سرټکوي.

دغه افغانان وايي:« نه یوازې دا چې له کوره بهر مو دروي او د اسنادو پوښتنه کوي؛ بلکې هره اونۍ وخت ناوخته د کورونه شاته راځي.»

حاجي داوود چې د پاکستان په پلازمېنه کې مېشت دی، وایي:« د هرې اونۍ په اوږدو کې یو ځلې پولیس ماښام مهال زما د کور ور ټکوي او له ما د اسنادو غوښتنه کوي.»

هغه وایي:« سره له دې چې ما په ځلونو خپل اسناد له دوی سره شریک کړي دي؛ خو بیا هم دوی بیاځلې زما اسناد غواړي او ان کله ناکله پیسې هم اخلي.»

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاهم د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او له دغه هېواده یې اېستنه روانه ده، چې کله ناکله ځینې یې د لنډې مودې لپاره د پیسو په بدل کې خوشې کېږي.

 

تېره اونۍ هم د اسلام اباد په بي۱۷ کې د پولیسو په یولړ عملیاتو کې د یوه ښوونیز کورس د استادانو په ګډون یوشمېر افغانان له نیول کېدو وروسته تورخم ته ولېږدول شول.

د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند تل تریخ و؛ خو د اېستنې پروسه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې نور په خپله خاوره کې پردي ناقانونه بهرنیانو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي او د دوی پر وړاندې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې پراخ عملیات روان دي.

تېره اونۍ د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي وویل، د دغې صوبې پولیسو ته امر شوی چې هره ورځ دې تر لس زرو افغان کډوال له دغې صوبې افغانستان ته ستانه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x