روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۸
: 1

طالبانو ژولیا پارسي د “درملنې لپاره روغتون” ته لېږدولې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو په زندان کې د “شکنجې” له امله د جولیا پارسي د «بد فزیکي حالت» په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، سرچینو رسانو ته تایید کړه چې دغه ښځینه لاریون کوونکې روغتون ته لېږدول شوې ده. خو دوی روغتون ته د هغې د لېږد د لامل په اړه بې خبري وښوده.

د طالبانو په زندان کې د “شکنجې” له امله د جولیا پارسي د «بد فزیکي حالت» په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، سرچینو رسانو ته تایید کړه چې دغه ښځینه لاریون کوونکې روغتون ته لېږدول شوې ده. خو دوی روغتون ته د هغې د لېږد د لامل په اړه بې خبري وښوده.

یو شمېر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې جولیا پارسي «د طالبانو په زندان کې د سختو شکنجو له امله چې فزیکي او رواني حالت يې ډیر سم نه و» روغتون ته وړل شوې.

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د یوې نږدې سرچینې په ګډون باخبرو سرچینو تایید کړې، چې نوموړې روغتون ته لېږدول شوې، خو طالبانو د هغې د لېږد لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او د هغې د فزیکي حالت په اړه د هغې کورنۍ ته معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې وايي چې د جولیا پارسي کورنۍ د هغه روغتون په اړه هم معلومات نه لري چې د هغې درملنه پکې کیږي.

وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د تلې په پنځمه په کابل کې له خپل کور څخه ونیول. هغه په ​​کابل کې د افغان اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګ مشره وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او محرومیت پر ضد لاریونونه کول.

د بشري حقونو د څار ډلې د لړم په نهمه نېټه خبر ورکړ چې طالبان په افغانستان کې لاریون کوونکې ښځې نيسي، ګواښي يې او سختې يې ربړوي.

د دغه سازمان په وینا ډیری کورنۍ د خپلو غړو د نیول کېدو خبر پټوي چې ګنې دغه فعالان به خوشي شي او یا به په زندان کې لږ وځورول شي.

د دغه سازمان په وینا د هغو اعتراض کوونکو ښځو شمېر زیات دی چې د طالبانو په زندانکې دي، خو د هغوی د کورنیو په ګډون هیڅوک د دغو ښځو له حالته په سمه ډول نه دي خبر.

دوی د طالبانو په زندان کې د جولیا پارسي، ندا پرواني، منيژې صدیقي او پریسا آزادې د پرله پسې نيونو او وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x