روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۱۲

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلام‌اباد ته سفر کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، ټاکل شوې چې درې لوړ پوړي امریکايي چارواکي اسلام‌اباد ته سفر وکړي.اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والس نویس به د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه اسلام اباد ته ورسېږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، ټاکل شوې چې درې لوړ پوړي امریکايي چارواکي اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والس نویس به د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه اسلام اباد ته ورسېږي.

نوموړې به تر پنجشنبې پورې د پاکستان په پلازمېنه کې پاتې شي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د اکتوبر په ۱۶مه اسلام‌اباد ته خپل سفر پیلوي.

د هغه د سفر نه وروسته به د پاکستان په چارو کې د امريکې د بهرنیو وزارت مرستياله اليزابت هورسټ د اکتوبر په ۱۸مه اسلام‌اباد ته لاړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ وویل: «دا غونډې د امریکا متحده ایالاتو سره د روانو خبرو اترو یوه برخه ده چې د افغانستان وضعیت ته د ځانګړي تمرکز سره به یو لړ مسایل تر پوښښ لاندې راولي.»

دا سفرونه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د روان کال له نوامبر میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

همدارنګه د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالی «ټي‌ټي‌پي ته د پناه ورکولو» د پاکستان ادعا له امله زیات شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x