روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۹

د طالبانو لوی درستیز تخار ولایت ته ولاړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د دغې ډلې د ځواکونو د ستونزو او ننګونو په حلولو یې ټینګار وکړ. د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د حذیفه په نوم د طالبانو یو قوماندان یې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته پر لاره وژلی.

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د دغې ډلې د ځواکونو د ستونزو او ننګونو په حلولو یې ټینګار وکړ.

د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د حذیفه په نوم د طالبانو یو قوماندان یې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته پر لاره وژلی.

د طالبانو اړوندو خبري اژانسونو تخار ولایت ته د دغې ډلې د لوی درستیز د سفر په اړه په راپور کې د طالبانو د امنیتي ننګونو په اړه چې فصیح الدین فطرت یې یادونه کړې، معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر خبري آژانس ليکلي دي چې فصيح الدين فطرت د تخار ولايت د طالبانو له والي عبيدالله امين زاده سره خبرې اترې کړې او د دغې ډلې د امنيتي ځواکونو د ستونزو په حلولو يې ټينګار وکړ.

د طالبانو مخالفو ډلو په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو پر ضد د شپږو بریدونو خبر ورکړ.

پر دې سربیره د روان کال د تلې مياشتې په وروستيو کې په تخار ولايت کې يوه چاودنه هم وشوه.

هغه مهال یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې چاودنه د طالبانو د والي دفتر او د دې ډلې د امنیه قوماندانۍ مخې ته شوې ده.

په تخار ولایت کې د طالبانو د لوی درستیز او د دغې ډلې د چارواکو ترمنځ د خبرو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د پوځ مشر په تېرو ورځو کې کندز، پنجشیر او بغلان ته هم سفرونه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x