روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۵

په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په دايکندي کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو د احصايې او معلوماتو رئیس د يوې ټرافيکي پېښې پر مهال ژوند بایللی دى. سرچينې له رسانه ها سره په خبرو کې تاييد کړې، چې دا پېښه د شنبې ورځ، د لیندۍ میاشتې په ۱۱مه د دایکندي د پاتوي ولسوالۍ د «بندکي تمزا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

په دايکندي کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو د احصايې او معلوماتو رئیس د يوې ټرافيکي پېښې پر مهال ژوند بایللی دى.

سرچينې له رسانه ها سره په خبرو کې تاييد کړې، چې دا پېښه د شنبې ورځ، د لیندۍ میاشتې په ۱۱مه د دایکندي د پاتوي ولسوالۍ د «بندکي تمزا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې پر مهال په دایکندي کې د طالبانو د احصايې او معلوماتو رئیس دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

تر دې وړاندې هم د موټر چلونې پر مهال د طالبانو بې احتياطي د ټرافيکي پيښو لامل شوې او په ځينو مواردو کې د دې ډلې د غړو موټرونو خلک تر ټیرونو لاندې کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې د تېرې پنجشنبې ورځ په کندز کې د طالبانو رینجر موټر یوه قومي مشر تر ټیرونو لاندې کې چې له امله یې هغه ژوند وبایلود.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x