روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۲

د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو مرکزي بانک مشر ملا هدایت‌الله بدري په افغانستان کې په بشپړه توګه د بانکي او مالي سیسټم د اسلامي کېدو خبر ورکړ. د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په تور لیست کې ملا هدایت الله بدري بحرین ته د سفر پر مهال د «اسلامي پراختیا سرمشریزې» په نوم غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې، ټاکل شوې په افغانستان کې بانکي او مالي سیسټم «په بشپړ ډول اسلامي شي.»

د طالبانو مرکزي بانک مشر ملا هدایت‌الله بدري په افغانستان کې په بشپړه توګه د بانکي او مالي سیسټم د اسلامي کېدو خبر ورکړ.

د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په تور لیست کې ملا هدایت الله بدري بحرین ته د سفر پر مهال د «اسلامي پراختیا سرمشریزې» په نوم غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې، ټاکل شوې په افغانستان کې بانکي او مالي سیسټم «په بشپړ ډول اسلامي شي.»

د طالبانو د مرکزي بانک له لوري په یوه خپاره شوي راپور کې د هدایت‌الله بدري په حواله راغلي، د افغانستان مرکزي بانک هوډ لري چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړ ډول اسلامي کړي، له سود او نورو حرامو څخه یې پاک کړي.»

د نوموړي په خبره: «دا مهال هر ډول سود ورکونکې معامله منع ده او ټول دودیز او سود ورکونکي بانکونه به د پلان سره سم په اسلامي بانکونو بدل شي.»

هدایت‌الله بدری د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د طالبانو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو او په دغه پوست کې له یوه کال کار کولو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه هم وپیژندل شو.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د امریکا استازو چې له طالبانو سره خبرې وکړې د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکه کیدو غوښتنه یې وکړه، چې دغه بانک له نړیوالو بندیزونو خوندي پاتې شي، خو طالبانو دغه وړاندیز و نه مانه.

له دې سره سره، د طالبانو دغه مرکزي بانک چې د تېر افغان حکومت له ړنګېدو وروسته له سقوط سره مخ شوی و، د امریکا د متحدو ایالتونو نغدي مرستو له سقوط څخه وژغوره.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د راپور له مخې، امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

که څه هم دغه مرستې ملګرو ملتونو ته ورکړل شوې، چې دغه سازمان یې په مرستندویه پروژو ولګوي، خو له دې امله چې رالېږل شوې پیسې په نغدي توګه کابل ته راځي او د طالبانو د مرکزي بانک تر څارنې لاندې لګول کېږي، طالبان یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

اوس په داسې حال کې چې په افغانستان کې بانکي سیستم د امریکا د مرستو له امله ساتل شوی، دا څرګنده نه ده چې طالبان به څنګه د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړه توګه اسلامي کړي»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x