روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۲
: 1

اسماعیل مشعل: د طالبانو له‌خوا له ربړونې وروسته مې روحي او جسمي وضعیت نورمال نه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې جرمني ته رسېدلی وايي، طالبانو په زندان کې دومره ربړولی چې اوس یې ذهني او جسمي وضعیت سم نه دی.هغه چې له جلا وطنۍ وروسته په لومړی ځل د یوې رسنۍ سره مرکه کړې، د طالبانو په زندان کې یې د خلکو ربړونه معمول کار وباله؛ خو زیاته یې کړه چې د طالبانو شکنجو په روحي او جسمي لحاظ ځپلی او اوس نورمال وضعیت کې نه دی.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې جرمني ته رسېدلی وايي، طالبانو په زندان کې دومره ربړولی چې اوس یې ذهني او جسمي وضعیت سم نه دی.

هغه چې له جلا وطنۍ وروسته په لومړی ځل د یوې رسنۍ سره مرکه کړې، د طالبانو په زندان کې یې د خلکو ربړونه معمول کار وباله؛ خو زیاته یې کړه چې د طالبانو شکنجو په روحي او جسمي لحاظ ځپلی او اوس نورمال وضعیت کې نه دی.
هغه په دې برخه کې د جزییاتو له ورکولو ډډه کوله او ښایي یو لامل یې هم دا و، چې د هغه د خوشې کولو پر وخت یې له هغه نه داسې ضمانت اخیستی چې رسنیو سره به ډېر جزییات نه شریکوي.
نوموړی د نجونو د زده‌کړو د منعه کولو د اعتراض له امله طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت بندي کړی و.
ښاغلي مشعل وویل:« په هغو ورځو کې چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال مې خپل ټول اسناد وڅېرل او له هغې وروسته مې پر لاسي کراچۍ د نجونو لپاره د وړیا کتابونو د وېشلو کار پیل کړږ د دې کار په دویمه ورځ د کابل د درېیمې امنیتي حوزې طالب ساتونکو د سړک له سره پورته کړم او د وهلو ډبولو وروسته یې حوزې ته بوتلم. له هغې وروسته یې په ششدرک کې د استخباراتو ادارې ته یوړم.»
د مشعل د معلوماتو له مخې، له لومړنیو ورځو پرته طالبانو ورسره بد چلند ونه کړ او داسې ژمنه یې ترې اخېستې چې نور به د رسنیو پر وړاندې هېڅ نه وایي او له خپلو تعلیمي هڅو به لاس په سر کېږي.
هغه زیاتوي، چې په دې موده کې یې کورنۍ سره اړیکې پرې وې او وروسته یې په ضمانت را خوشې کړ.
طالبانو تر ده وړاندې د تعلیم د برخې یو بل فعال مطیع الله ویسا هم بندي کړی او شپږ میاشتې وروسته یې راخوشې کړ؛ خو د طالبانو له بنده ټول خوشې شوي فعالین له رسنیو سره له څه ویلو ډډه کوي، له دوی څخه طالبان داسې ضمانتونه اخلي چې وروسته بیا دوی نه شي کولای چې خپلې تېرې خاطرې له خلکو سره شریکې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x