د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د یکشنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه پر اېکس ټولنیزه لیکلي چې متقي او خواجه عوضوف په کابل کې سره لیدلي دي.
د هغه په وينا، په دې ليدنه کې د طالبانو او ترکمنستان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي مسايلو او سترو پروژو خبرې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په مسکو کې د طالبانو مخالفو له غونډې دوه ورځې وروسته د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه د روسيې سفير هم له متقي سره لیدلي دي.
دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې درې ورځې وړاندې په مسکو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې یوه غونډه جوړه شوې وه.
دا غونډه چې د «عادل روسیه» ګوند په ملاتړ جوړه شوې وه، په کې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وشوې.
د دې غونډې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو ترمنځ دې (فتنه) نه رامنځته کوي.
اړوندې لیکنې :