روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۴

په هرات کې د طالبانو د یوه رینجر او سراچې ترمنځ د ټکر له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو رینجر او «سراچې» ترمنځ د ټکر له امله درې ملکي وګړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو رینجر او «سراچې» ترمنځ د ټکر له امله درې ملکي وګړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې رسانی ته تاییدوي چې دغه پېښه جمعه، د لیندۍ په ۳مه د شپې شاوخوا ۸:۰۰ بجې د ګذرې ولسوالۍ اړوند په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو سراچه ډوله موټر غوښتل له یو بل موټړ څخه «مخکې» شي چې د طالبانو له یوه رینجر سره یې ټکر وکړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څو مياشتو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو په تېره بيا په لوېديځ کې ټرافيکي پېښې زياتې شوې دي.

د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، په دې پېښو کې له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په هرات کې د ډېرو ټرافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x