روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۶

ملګرو ملتونو له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس له پاکستانه افغانستان ته د شړل شویو کډوالو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو د تخصیص اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس له پاکستانه افغانستان ته د شړل شویو کډوالو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو د تخصیص اعلان کړی دی.

ګریفیتس د دوشنبې‌شپه، د لړم میاشتې په ۲۹مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د مرستې دغه اندازه د ملګرو ملتونو بیړني وجهي صندوق څخه له پاکستانه ستانه شویو کډوالو ته د رسېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال هیله څرګنده کړې چې له دغو مرستو څخه به د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې کار واخیستل شي چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي.

تر دې مخکې د «اسلامک ریلیف» په نوم یوې مرستندویه بنسټ د تورخم پر پوله له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یاد سازمان د يکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ٢٨مه په يوه راپور کې ویلي چې دغه کډوال د سرپناه، خوراکي توکو، د پوهنې، روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي او د څښاک د اوبو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ۹۲ سلنه کورنۍ د څښاک وړ اوبو ته اسانه لاس رسی نه لري، ۹۰ سلنه یې بې کوره دي او ۷۱ سلنه یې د روغتیا ساتنې اسانتیاوو په ځانګړې توګه تشنابونو ته اسانه لاس رسی نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x