روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۱

طالبانو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په هکله د امریکا د سولې انستیتیوت راپور رد کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د سولې انستیتیوت راپور ردوي او بې بنسټه یې بولي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د سولې انستیتیوت راپور ردوي او بې بنسټه یې بولي.

د امریکا د سولې انستیتیوت د نړیوال بانک د راپورونو په ارزولو سره ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له ځواړ سره مخ دی او د کډوالو ستنېدو سره به یې ستونزې لا ډېرې شي.

خو د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد په برخه کې پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري.

طالبانو د انفلاسیون د کچې کنټرول، د افغانیو ثبات ساتل، د ملي عوایدو او صادراتو زیاتوالی او د پراختیایي پروژو تمویل د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لاملونه بللي دي.

دې وروستیو کې افغانۍ د ډالر په مقابل کې خورا زیات ارزښت پیدا کړی، خو له دې سره په بازار کې د توکو بیې د پخوا په څېر لوړې دي.

همدارنګه د طالبانو په واکمنۍ کې ورځ تر بلې د افغانانو بې کاري زیاتېږي او هم یې بشري مرستو تکیا ډېرېږي.

له پاکستانه د افغان کډولو ستنېدل او د هرات زلزله هغه دوه نوي لاملونه دي چې په افغانستان کې یې نړیوالو مرستو ته لا اړتیا ډېره کړې ده.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ هم د نړیوال بانک د تېرې اونۍ د دوو راپورونو په ارزولو سره ویلي چې د افغانستان اقتصاد له ځواړ سره مخ دی ورځ تر بلې پکې بې کاري زیاتېږي او افغان د خپلو لومړنیو توکو د اخیستلو وس نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x