روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۷
: 1

په نوي ډیلي کې د ۲+۲ غونډه؛ امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي څو پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې «د کومې ډلې یا شخص له لوري د افغانستان له خاورې د کوم هېواد د امنیت ګواښلو لپاره د ګټې اخیستنې» مخنیوی وکړي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي څو پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې «د کومې ډلې یا شخص له لوري د افغانستان له خاورې د کوم هېواد د امنیت ګواښلو لپاره د ګټې اخیستنې» مخنیوی وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو انتوني بلینکن او لویډ اسټین د جمعې ورځ ، د اکټوبر په ۱۹مه په نوي ډیلي کې له خپلو هندي سیالانو سابرامانیام جایشانکار و راجنات سینګ سره ولیدل.

د دې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال ۲۵۹۳ پریکړه لیک ته اشاره او زیاته کړې یې ده: «افغانستان باید د کوم هېواد د ګواښلو او برید، پناه ورکونې، د ترهګرو د روزنې، د تروریستي بریدونو د پلان او تمویل لپاره ونه کارول شي.»

پر دې سربېره امریکا او هند غوښتنه کړې چې طالبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا اقلیتونو او ښځو ته درناوی وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ، امریکايي او هندي چارواکو ژمنه کړې چې د یوه باثباته افغانستان په موخه به د افغانستان په اړه خپلو مشورو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) مشرانو هم له طالبانو غوښتي وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «نه منلو وړ» مقررات ژر تر ژره لیرې کړي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې دغه ډله توانېدلې چې په هېواد کې امنیت او سوله راولي او د دوی رژیم ټول شموله دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x