روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۵۸
: 2

یوناما: له طالبانو غواړو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له ښڅو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له ښڅو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

نوموړي دفتر دوشنبه د لیندۍ پر ۵مه د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې سره په یوې ګډې اعلامیې کې د هغو کړنو د مخنیوی غوښتنه کړې چې په وینا یې، د ښځو حقونه او د هغوی بنسټيزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي.

یوناما ویلي چې افغانستان لاهم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه لري چې په خبره یې، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د روان تبعیض لامله دا زورزیاتی لاپسې زیات شوی دی.

د یوناما په خبره، د طالبانو په واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د پام بهیر له منځه تللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي: «موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځته کولو په موخه بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»

یوناما ویلي چې افغان مېرمنو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې پام وړ زړورتیا ښودلې ده.

یاد بنسټ ټينګار کړی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون د نړۍ په هېڅ ګوټ کې توجیه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نجونې او مېرمنې د کار او زده‌کړو په ګډون له خپلو ځينو نورو بنسټيزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x