روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۲
: 2

کونړ کې د یوې کورنۍ د اته غړو مسمومیدل؛ درې تنه مړه او پنځه روغتون ته انتقال شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي، چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي دي.

کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي، چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي، دا پېښه تېره شپه جمعه، ۲۶ د زمري، د وټپه پور ولسوالۍ اړوند «ګمبیر» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، د دغې پېښې له امله د یادې کورنۍ درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې ډاکټرانو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

هغه وویل، چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند، خو په خبره یې چې ځايي طالب مسوولین یې د لامل معلومولو په موخه سیمې ته ورغلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې کونړ کې د یوې کورنۍ غړي مسموم او یو شمېر غړي یې مړه کېږي.

تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ګڼ کسان مسموم شوي، چې پر وخت روغتون ته د نه رسېدو له امله یې یو شمېرو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x