روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۹

کندهار کې یو سپین ږیري سړي ځان زندۍ کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې یو ۵۶ کلن سړي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.یوې سرچینې وویل، چې دغه سپین ږیری سړی عبدالرشید نومېده او تېره ورځ سې‌شنبه، ۲۴ د تلې، یې د زیړۍ ولسوالۍ اړوند د «سنځري» کلي کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې یو ۵۶ کلن سړي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دغه سپین ږیری سړی عبدالرشید نومېده او تېره ورځ سې‌شنبه، ۲۴ د تلې، یې د زیړۍ ولسوالۍ اړوند د «سنځري» کلي کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالرشید شاوخوا ۵۶ کاله عمر درلود او د کورنیو ستونزو له امله یې ځان وژنه کړې.

د سرچینو په وینا، چې عبدالرشید او د کورنۍ غړو ترمنځ یې څو ځلې نور هم لفظي شخړي رامنځته شوې وې.

کندهار کې د طالبانو پولیسو هم دا پېښه تاییدوي او وایي، چې د عبدالرشید د قضیې اړوند یې د هغه د کورنۍ دوه مشکوک غړي نیولي دي.

تردې مخکې هم کندهار کې ګڼ شمېر کسانو د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x