روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۶

کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار او میوند ولسوالۍ کې د دوو جلا پیښو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار او میوند ولسوالۍ کې د دوو جلا پیښو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کندهار کې یوې ځایي سرچینې وویل، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۶ د وږي) د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند «سیتوتک» کلي کې یو ماشوم د اوبو ۱۲۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی او مړ شوی دی.

سرچینې زیاتوي، یاد ماشوم ۱۱ کاله عمر درلود چې د طالبانو ځایي مسوولینو لخوا یې د ژغورنې هڅي شوې وې، خو ماشوم څاه کې ساه ورکړې وه او یوازې جسد یې را ایستل شوی دی.

ورته مهال کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند «شورمان» سیمه کې د لبنیاتو یو ټانکر یوه ماشومه نجلۍ وهلې او مړه شوې ده.

سرچینو د دغې نجلۍ نوم نه دی یاد کړی، خو زیاتوي چې هغې د سړک له غاړې کاغذونه او پلاستیکي توکي ټولول او وروسته یې خپل کور ته د ډوډۍ پخولو لپاره وړل.

په همدې حال کې کندهار کې د طالبانو پولیس دواړي پیښې تاییدوي او وایي، چې د لبنیاتو موټر ډریور یې نیولی او موټر یې ترې ضبط کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x