روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۶

کندهار کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کندهار ولایت کې ځایي روغتیايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د انساني پېښو شمېر نن ۱۲ مثبتو پېښو ته لوړ شوی دی.

کندهار ولایت کې ځایي روغتیايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د انساني پېښو شمېر نن ۱۲ مثبتو پېښو ته لوړ شوی دی.

کندهار کې ځايي روغتیايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې رسنیز شيی وایی چې نن د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیو ویروس د یوې بلې نوې پېښې په ثبت کېدو سره په یاد ولایت کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر دوولسو ته رسیدلی دی.

ځیني روغتیايي سرچینې وایې، تر اوسه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس ۲۵ محیطي او ۱۲ انساني پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا: «په کندهار کې د پولیو ویروس ۱۲ مثبتې انساني پېښې ثبت شوې چې ۳ پېښي په کندهار ښار، ۴ په ارغستان، ۲ په سپین بولدک، ۱ په ډنډ، ۱ په میوند، ۱ په شاولیکوټ ولسوالۍ کي ثبت شوې. دا نن تازه په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه بله پېښه ثبت شوه چې هغه هم په پورته پېښو کې شته.»

سرچینې زیاتوي چې د کندهار تر څنګ هلمند او اروزګان ولایتونو کې هم د پولیو ویروسي پېښې مخ په زیاتېدو دي.

روغتیايي سرچینې وایې، دا مهال په کندهار کې د پولیو ویروس د خپرېدو په حال کې دی او په وینا یې چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر تردې هم لوړ شي.

د کندهار ولایت د معافیت کتلوي مسؤلینو بیا ویلي، اوس په دې ولایت کې هره میاشت د پولیو واکسین د تطبیق کمپاینونه ترسره کوي.

کندهار کې د معافیت کتلوي مسؤل ډاکټر جمال الدین وايي په یاد ولایت کې یې د پولیو واکسین میاشتني کمپاینونه پیل کړي چې له لاري به یې زرګونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسیږي.

هغه وایې، هڅې يې پیل کړي چې کندهار کې د پولیو واکسین کمپاینونه مسجد په مسجد تطبیق کېدو څخه کور په کور کړي.

ویل کېږي چې په ټول هیواد کې د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پولیو ویروس له افغانستان او پاکستان پرته په نورو هیوادونو کې له منځه وړل شوی، خو په دې هیوادونو کې لا هم هر کال ګڼې پېښې ثبتېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x