په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي؛ چې د دغه هېواد له اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.
چیني رسنۍ چاینا ډیلي په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په حواله راپور ورکړی، چې چين له اړوندو هېوادونو غوښتي چې سملاسي او پرته له کوم قید و شرطه د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، پر طالبانو د ناقانونه يو اړخيزو بنديزونو لګول بند کړي او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د هغوی له هڅو ملاتړ وکړي.
په چین کې د پاکستان پخواني سفیر سلمان بشیر چاینا ډېلي ته ویلي: «دا سمه ده، چې په افغانستان کې وضعیت په ټولیزه توګه ښه دی؛ خو طالبان باید د افغانستان څخه د ترهګرو د فعالیت د مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي.»
له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې افغانستان د سولهییزې بیارغونې له یوه حساس پړاو سره مخامخ دی.
هغه وویل: «افغان ولس له پېچلو ننګونو لکه د خوراکي توکو د کمښت، بې ځایه کېدل، طبیعي پېښو او د چاودېدونکو توکو له ګواښونو سره مخ دی او نږدې ۲۴ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.»
د ښاغلي کانګ په وینا، په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو د اقتصادي بيارغونې او په سيمه کې د اقتصادي اړيکو، سوداګرۍ، پانګونې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې دي.
اړوندې لیکنې :
- کرن ډیکر: د طالبانو دوو تحریم شویو چارواکو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی
- د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې
- د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
- پاکستان له ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې، ټي ټي پي څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې
- د دایکندي د اوسیدونکو وژنه؛ رینا امیري د هزارهګانو ساتنې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ