سیمهییزې سرچينې وايي چې د کابل په ځينو سیمو کې د طالبانو له خوا د «ښځینه پولیسو له حضور پرته» کور په کور پلټنه روانه ده.
سیمهییزو سرچینو وایې چې طالبانو کور په کور پلټنه دوشنبه د لړم پر ۷مه په نادرخان تپه کې پېل کړې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو شاوخوا ۳۰۰ جنګیاليو د «حاجي رشید» په کوڅه کې د خلکو د کورونو پلټنه پېل کړې ده.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، ماشومانو په لارو کوڅو کې د طالبانو د پراخ حضور او د دغې ډلې د وېرې له کبله ښوونځي ته له تلو ډډه کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې ډېرى ماشومان ویده وو چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوتلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې دغې ډلې له تېرې سهشنبې راهيسې د کابل په بېلابېلو سيمو کې کور په کور پلټنې پېل کړې دي.
له دې مخکې د کابل اوسېدونکو له خپلو کورونو د پلټنې پرمهال د طالب جنګیالیو له «ناسمه« چلنده شکایت کړی و.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس: زر ښځینه بندیانې لرو
- د کابل په شمال کې د پښتونولۍ دوام
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- د طالبانو د بندیزونو دوام: په هرات کې د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل شول
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی