په هلمند کې ځايي سرچینو د یو کس د مړي موندل کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په خبره، د دغه کس مړی نن یکشنبه د کب بر ۲۰مه د ګرمسیر ولسوالۍ په ریګ سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینې وايي چې خلکو د دغه کس مړی داسې مهال موندلی چې څېره یې نه پېژندل کېده.
د سرچینو په خبره، ښايي دا کس یو کال وړاندې وژل شوی وي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.
د راپورونو په حواله، نن په غزني کې هم د یو کس مړی موندل شوی و.
اړوندې لیکنې :
- په فراه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی
- په کندهار کې د یو ځوان مړی موندل شوی
- په هرات کې د يوې ځوانې نجلۍ سوځېدلی مړی موندل شوى
- د خوست شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه یو ډلهییز قبر موندل شوی
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په هرات کې د يوه سړي مړى موندل شوى
- په هېواد کې د مرموزو وژنو دوام؛ په مزارشریف ښار کې د یو کس مړی موندل شوی