روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۱

په هرات کې د يوې ځوانې نجلۍ سوځېدلی مړی موندل شوى

په هرات کې سیمه‌ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړي موندنې خبر ورکړی دی.

سرچینې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۳مه رسنی ته منلې چې دغه ځوانه نجلۍ د هرات ښار په ۱۲مه ناحیه کې سوځول شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوانه نجلۍ د سختې سوځېدنې له امله ژوند بایللی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا نجلۍ چا او د څه لامل له امله سوځولې ده.

په هرات کې طالبان په رسمي ډول په دې اړه څه نه وايي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته کورنی تاوتریخوالی او د ښځو مرموز وژنې زیاتې شوی دی.

د روان کال د وږي په میاشت کې رسنی راپور ورکړی و چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۰ ولایتونو کې لږترلږه ۶۰ ښځې په مرموز ډول وژل شوې او لسګونه نور نادرکه شوې دي.

د شنونکو  او هېوادوالو په اند، د فقر خپرېدل، د قانون نه حاکمیت او د طالبانو ترمنځ د غچ اخیستنې روحیه د مرموزو وژنو د زیاتوالي لامل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x