د لوګر سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ او ورېندار یې ځانوژنه کړې ده.
سرچینو ویلي چې دا پېښه دوشنبه د تلې پر ۲مه د لوګر مرکز پُل علم اړوند په «خلیفه صاحب» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دې دوو ښځو د زهرجنو توکو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.
د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بلل شوې ده.
د لوګر طالب سیمهییز مسوولانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.