په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې ځړول شوی مړی موندل شوی دی.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۷مه ویلي چې دا جسد بیګاه د فراه «لاش و جوین» ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې پېدا شوی دی.
سرچینې وايي چې دا ښځه لومړۍ زندۍ او وروسته وژل شوې ده.
ورته مهال، یوې سرچینې منلې چې د دغې ښځې مړی له «لاش و جوین» ولسوالۍ څخه د فراه مرکز ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې انګېزه څرګنده نه ده.
ځايي طالبانو هم په دې اړه څه ویلي نه دی.
څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې دوو ښځو د کورني تاوتریخوالي لامله ځانوژنه کړې وه.