روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

په غور کې د طالبانو له خوا د یوې ځوانې نجلۍ تښثونه؛ «امریکا هم له مونږ سره داسې ظلم نه دی کړی

په غور کې د طالبانو سيمه‌ييزو چارواکو له خوا د يوې نجلۍ له تښتونې وروسته ځايي اوسېدونکي وايي چې دغې ډلې په عام محضر له دوی سره ظلم کړی دی.

د نورک سیمې اوسېدونکو او د تښتول شوې نجلۍ خپلوانو، پنجشنبه د وري پر ۹مه، رسنی  ته ویلي چې امریکایانو هم په عام محضر کې له دوی سره داسې ظلم نه دی کړی.

د دې نجلۍ له خپلوانو یو کس چې نه غواړي نوم يې په ډاګه شي وايي، هغه له يوه سړي سره د ۷۰۰ زره افغانيو مهر په بدل کې جبري واده ته اړ کړای شوه.

د سرچينې په خبره، دا نجلۍ د پسابند ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امر له يوه خپل سره نکاح ته اړ شوې او د واده ۳۵۰ زره ولور له ورکړې پرته د طالبانو ولسوال، امنیه قوماندان او د دغې ډلې یو شمېر نورو سیمه‌ییزو چارواکو د پسابند ولسوالۍ د نورک پر کلي برید کړی او دغه ځوانه نجلۍ یې تښتولې ده.

سرچينه زياتوي چې په یادې ولسوالۍ کې د ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مدير او پاتې نور پرسونل په ګډون د طالبانو سيمه‌ييزو قوماندانانو د محکمې له حکم پرته دا کار کړى دى.

بل خوا د پسابند ولسوالۍ د نورک کلي اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې ځايي طالبانو د ملګرتیا اړیکو پر بنسټ د دوی پر «ناموس» تېری کړی دی.

رسنی  هڅه وکړه چې په دې هکله د غور ولایت د سیمه‌ییزو طالب چارواکو نظر هم ترلاسه کړي خو بریالۍ نه شوه.

یو ویډیويي کلېپ چې رسنی ته رسېدلی هم ښيي چې طالبان دا ځوانه نجلۍ او د هغې د کورنۍ غړي وهي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په مرغومې میاشت کې هم طالبانو په تخار کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وتښتوله او د خپلې ډلې یو کس ته یې په نکاح کړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x