روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۸
: 2

په اسلام‌اباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتول شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پاکستان کې سرچینې وايي چې ناڅرګندو کسانو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتولي دي.

په پاکستان کې سرچینې وايي چې ناڅرګندو کسانو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتولي دي.

سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۵مه ویلي چې په تښتول شویو کې پنځه ماشومان او یوه ښځه ده.

د دغې کورنۍ یوه غړي ویلي چې دا کسان د تېرې اوونۍ پر چهارشنبه تښتول شوي دي.

نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي چې د کورنۍ غړو په موندلو کې یې مرسته وکړي او اختطاف کوونکي ونیسي.

پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېری هېوادوال د اقتصادي او امنیتي ننګونو لامله پاکستان او ایران ته تللي دي.

په دغو هېوادونو کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x