روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۸

پنټاګون: لا هم د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملانو په لټه یو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کابل د هوايي ډګر پر دروازې د داعش له برید شاوخوا درې کاله وروسته چې په کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول، د پنټاګون یو چارواکی وايي، واشنګټن لا هم د دغه «خونړي» برید د عاملانو په لټه دی.

د کابل د هوايي ډګر پر دروازې د داعش له برید شاوخوا درې کاله وروسته چې په کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول، د پنټاګون یو چارواکی وايي، واشنګټن لا هم د دغه «خونړي» برید د عاملانو په لټه دی.

د امریکا د دفاع وزیر یو مرستیال کریسټوفر مایر جمعه د وږي پر ۲مه خبریالانو ته ویلي چې دا شبکه کمزورې شوې، خو له منځه نه ده تللې.

مایر زیاته کړې، امریکا د داعش خراسان څانګې وړتیاوې چې د کابل هوايي ډګر ته ورته برید وکړي، کمزوري کړې دي.

نوموړي ویلي: «موږ لا هم د دې موضوع ارزونې ته دوام ورکوو چې د کابل هوايي ډګر پر دروازې برید یوازې د یو کس کار نه دی، بلکې دا هغه کسان دي چې د داعش خراسان له بنسټونو څخه ګټه پورته کوي.»

د بزنس‌سټنډرډ د راپور له مخې، نوموړي امریکايي چارواکي ویلي چې د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له اوسني وضعیته د خپلو ګټو لپاره ګټه پورته کوي.

مایر د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ټینګار کړی: «ځینې وروستۍ توطئې چې خنثا شوي، د ځینو شریکانو د مستقیم ملاتړ ښکارونديي کوي.»

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي.

شاوخوا درې کاله مخکې د ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر د داعش تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انعام پروګرام هم اعلان کړی و چې دې ادارې د دغه برید د عاملانو په هکله د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x