روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۲
: 2

پاکستان د دوو چینايي انجینرانو وژل کېدل منلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوې زورورې چاودنې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه چینايي انجینران وژل شوي دي.نوموړي وزارت دوشنبه د اکټوبر پر ۷مه په یوه بیان څرګنده کړې چې په دې پېښه کې يو چينايي انجنير ټپي شوی هم دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوې زورورې چاودنې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه چینايي انجینران وژل شوي دي.

 

نوموړي وزارت دوشنبه د اکټوبر پر ۷مه په یوه بیان څرګنده کړې چې په دې پېښه کې يو چينايي انجنير ټپي شوی هم دی.

 

په بیان کې راغلي: «د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه تېره شپه هغه ناوړه ترهګریز برید چې دوه چینايي انجینران یې ووژل او یو بل کس یې ټپي کړ، په کلکه غندو»

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دغه هېواد او چین پر «دوستانه» اړیکو برید بللی دی.

 

د بیان له مخې، پاکستاني ځواکونه به د دغه بريد د عاملانو په نیولو کې هېڅ ډول ناغیړي ونه کړي.

 

تېره شپه ناوخته پاکستاني رسنیو د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د یوې زورورې چاودنې راپور ورکړی و.

 

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې هم د خیبرپښتونخوا په «بشام» سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټرچلوونکی وژل شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x