روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۲

ټي‌ټي‌پي په اسلام اباد کې د عمران خان پر پلویانو د پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه غندلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې انقلاب په شعار ورکولو نه راځي؛ بلکې د پاکستاني پوځ پر ضد باید وسله پورته شي.

 

د پاکستان د طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې انقلاب په شعار ورکولو نه راځي؛ بلکې د پاکستاني پوځ پر ضد باید وسله پورته شي.

پاکستاني طالبانو په اسلام اباد کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پر لاریون کوونکو د برید په غبرګون کې د چهار شنبې په ورځ د لېندۍ په ۷مه، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې انقلاب په شعارونو نه؛ بلکې د وسلې په پورته کولو راتلای شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف پر سوله‌ييز لاريون د پاکستان پوځ او نورو امنيتي ادارو خپل فرعونيت ثابت کړ او پر لاريون کوونکو يې بې توپيره ډزې وکړې.

د پاکستاني طالبانو په اعلامیه ادعا شوې، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پر لاریون کوونکو په شویو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي هم دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ظالمو او جابرو واکمنانو له کړاوونو سره مخامخ کېدل د پاکساني ولسونو د ژوند برخه ګرځېدلې؛ خو هوښيار ملتونه باید سملاسي له ستونزو څخه د وتلو اغېزمنه لار غوره کړي.

په اعلامیه کې راغلي:« تر څو به د پاکستان خلک له چوکونو او سړکونو څخه په وینو لړلي جسدونه پورته کوي؟ هغه کسان چې د انقلاب شعارونه ورکوي باید فکر وکړي، چې ایا انقلاب یوازې د وسله‌والو غلو په وړاندې د شعارونو په ورکولو سره راتلای شي؟»
په اعلامیه کې د عمران خان پلویانو ته په خطاب کې ویل شوي، چې داسې لاره دې غوره کړي، چې ټي‌ټي‌پي غوره کړې ده.

پاکستاني طالبانو له لاریون کوونکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او بلنه یې ورکړې، چې د دغو امنيتي ادارو تدبير په سوله‌ييزه مبارزه کې نه؛ بلکې د خپل ځان د دفاع لپاره د وسلو په پورته کولو او له دغه هېواده د هغوی په شړلو کې دی.

د عمران خان پلویانو د نومبر په ۲۴مه نېټه لاریونونه پیل کړل او تېره ورځ یې ځان د اسلام اباد تر ډې چوک ورساوه؛ خو وروسته د پاکستان د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او لاریون کوونکي یې په ډزو سره خواره واره کړل.

د پاکستان دولتي ټلویزیون وايي، چې پولیسو د تحریک انصاف لاریون پر مهال پنځه سوه تنه نیولي دي.
له بل پلوه بیا د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې د دغه ګوند ګڼ پلویان د لاریون پرمهال د پولیسو له‌خوا وژل شوي هم دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x