د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، وايي که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.
حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.
د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون کې ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ټول اسراییلي یرغمل خوشې نه شي؛ نو وضعیت به له کنټروله ووځي.
د هغه په وینا: «که ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې خوشې نه شي؛ نو زه به د اوربند د لغوه کولو غوښتنه وکړم او بیا به هرڅه پای ته ورسېږي.»
نوموړي د فلسطیني کډوالو په اړه ویلي، که اردن او مصر کډوال ونه مني؛ نو دوی کولی شي دغو دواړو هېوادونو ته مرستې ودروي.
هفه ویلي، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نه لري.
د هغه په وینا، دغه سیمه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي او د غزې خلک به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونه لري.
په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، که ټرمپ په رېښتیا غواړي چې په منځني ختیځ کې امن راشي؛ نو د فلسطیانو بې ځایه کول یې د حل لاره نه ده.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «ټرمپ دې د فلسطین له خاورې اسراییل “د سرطان دانه” لرې کړي. کوم چې د دغې سیمې د اوسېدونکو سره په مذهبي، کلتوري او ژبني توګه هیځ تړاو نه لري.»
اړوندې لیکنې :
- ډونالډ ټرمپ: د غزې په اوربند باوري نه یم
- د حماس مشر: په غزه کې له دې حماس پرته د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی
- بایډن: اسراییل باید په غزه کې د اوربند هوکړه وروستۍ کړي
- ایا امریکا به وکولای شي د ټرمپ له خطرڅخه ځان وژغوري؟
- د عربي هېوادونو لخوا د عاجل اوربند غوښتنه او انقرې ته د بلېنکن سفر
- ټرمپ د امریکا او طالبانو د بادار غلام اړیکې افشا کړې